ناهيلی باحث دکفر او هلاکت کيږی
له ادم تر دغه دمه څو تاريخی يادښتونه
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
دضد او غرور پايله هلاکت او کفر دۍ. تاريخی روايات وايي
۱- شيطان خدایﷻ ته تر ټول مخلوقه نږدې وو، خو ادم ع کالبوت ته له سجدې کولو انکار وروسته يې غاړې ته دلعنت توق وغورځيد
۲- نوح، ع دتوفان په مهال خپل زوی کنعان، ته د مرستې لاس ورکړ بلکې زوی يې (کنعان) دلاس نيولو په ځای دتوفان او هلاکت لار غوره کړه، چه يو لامل يې کورنی اختلاف او ضدو عناد وو
معاصر تاريخ کې داقتصادی کمونيزم بنسټګر کارالمارکس هم په خدایﷻ باوری اسمانی کتابونه زده وو، مګر کله يې چه يو زوي له درملو پرته ومړ دوهم ماشوم زوی يې له غربته ژوند له لاسه ورکړ دکفن پيسې شتمنو ورنکړې ناهيلی شو. د زوی دقبر په سر خاورې په سر باد سترګې اسمان ته لکې په زوره، زوره چيغو کې له وحدانيت څخه انکار وکړ او دخدایﷻ دنظام دعدل اونابرابرۍ مفکوره يې ذهن کې وزغليده دکمونيستۍ نظام يې طرحه کړ. ويويل چه کار په اندازه دتوان او مز په اندازه دکار بايد وشی
څو دهغه په اند ځينې مفت شتمن اودپاته غريبه طبقه له بيوزلۍ ونکړيږی.
نړيواله جګړه کې ديهودانو ډله يزه وژنې وروسته يهودان له دين څخه ناهيلی او په ګروهي ډول يې له الاهی نظام بغاوت وکړ.
له ۱۰۰ او زر نورو ژونديو مثالو سربيره به کافی وی چه درسول مقبول ﷺ تره (اکا) ابو طالب يادښت باندې متن تمام کړم. څوک، چه محمدﷺ له کمکينې دمبارک حامی روزونکی او ترڅنګ وو
داسې چه قلبا درسول اللهﷺ په رسالت دخدای ﷻ په وحدانيت باوری وو، مګر له دشرم او غروره چه نبادا عربان به دا پيغور وکړی چه ددوزخ له وهمه او جنت له شوقه يې ايمان راوړ دمرګ وروستۍ ساه کې يې هم دمحمدﷺ دکليمې ويلو بلنه رد او ځان هلاکت ته ورکړ.
نومونږ ټولو کې دامرض لږ يا ډير شته په خاص ډول ماکې هم شيطان وسوسې راچوی
خو هميش انسان دبل عيبونه شماري يوبل څوک وينم جه کرکې ډير پوښتلی دغج لپاره حلال حرام غصب او قتل ته لاس اچوی ... داسې خلکو او ځانته دنجات دعاکوم خدایﷻ څخه غواړم الله ﷻ جه سم شو اللهﷻ مو داخره سمه کړی
هيله ده آمين راسره ووايي
برچسب:
نویسنده: لیلا سامانی