خرید بک لینک

د شکر 1ی

لنډ داستان

ليکونکی: شرف الدين ستانکزی

پيښه دمره ناڅاپی وه، چه نه يې د روغتون خدمه په 1، او نه يې هم مونږ په علل وپوهيدو!

تش هک پک، مو کتل حتی اوښکې مو لا تښتيدلې وې.

غالبا تر د دوه ورځې وړاندې يې دشکر دتشخيص او درملنې عمومی مرکز کې دراجستر په مهال اړونده ډاکټر د درملنې سپارښتنهاو ژوندانه ډاډ ورکړ.

نقل د ګران دۍ، څوک چه په ځوانه ځوانۍ، د شکر diabetes په ناروغۍ اخته وو.

دلته يې د شکر د درملنې مرکز کې ډاکټر ته دپاکستان نتايج وښودل، په انديښمن انداز يې د پيښوری، روغتون له قوله د ګردو،دکمزورۍ شکايت وښود.

د ډاکتر او ګران، ترمنځ ډيرې 1 نورې هم وشوې خو يوه خبره مې لا هم په ياد دۍ، چه د عمر يې ترې وپوښتل؟

ګران: همدغه اونۍ په ۳۰ کلنۍ پل ږدم.

ډاکټر، په خنده رويه انداز:...ځوان يې زړه مه خوره..د طبابت عصری نړۍ کې له 1 او ګردو، څوک نه مری...

پوهيږې؟ چه اوس د بل ګرده، هم پيونديدلی شی.

ګران، د ډاکټر په ډاډينې سره وغوړيده...بڼه يې له ورايه روښانه شوه، دعينکو لاندې يې سترګې وموښتلې، په مسکی انداز يې لهډاکټره په خيريوسې رخصت واخيست.

بيګا ته زما په کور ميلمه شو، خدای شته چه نږدې ترسهاره ويښ وو، ډيرې ناويلې او د راتلونکې هيلې يې راسره شريکې کړې.

خو تر ټولو يې دامهمه وه، چه پاکستان کې د ډاکتر منفي خبرې دميرمن او درې ماشومانو اينده ته ځوراوه.

ګران، وويل: نور له کلی ښارته په کډه راځم ماشومان ښونځی کې داخلوم او زه به ازاد کاروبار ورته کوم.

مال: ښه، پلان دۍ، خو د پلارو، مور رضا د واخله.

ګران، وويل: والدين مې ستونځه نلري مګر

غرغره يي کاکا، مې ممکن لانجه وکړی...خو نور يې پرواګيرنه يم...ځکه تر هرڅه مې د اولاد تعليم مهم دۍ.

پرته زما له پوښتنې ګران خبرې طولانی کړې ويويل: ښار کې مو کور خپل دۍ، مګر د غرغريي، کاکا لور پکې اوسيږی ځکه خو مېکاکا نه غواړی.

له همدې سره په ماخوب غلبه وکړه اوريدل مې چه څه نور هم وغږيده، مګر په ياد مې نه دي چه څه يې ويل؟

لنډه داچه سبا راويښ شوم ګران کوچيدلی وو

داچه له مخه ښې، پرته تللی وو، لامل مې له وړو، وپوښټ، په ځواب کې يې ښارته د ګران دکورنۍ په کډه دراتګ او بيګانۍ خبرودتکرار نقل وکړ.

په بل سبا يې ښار ته کورنۍ سره دراتلو خبر راغی څو ساعته وروسته يې دمرض د شدت وويل شوه. چه دادۍ اوس يې روغتونڅخه بحث کوم!...

زما ذهنيت کې دلته (روغتون)کې هم موضوع جدی نه بريښيده، فکر مو کاوه چه دشکرې شدت او دګردو، ستونځه ده،

مخکې له راجستره د پيژندګلوۍ په بنسټ ډاکترانو ابتدايي بيړنۍ مرستې (سيروم او پيجاکرۍ) جاری کړې

مايي د روغتون بيړنۍ څانګه کې د ثبت نام لاسليک وکړ،

بيرته راګرځيدو سره لکه چنار دنګ ځوان چه په پښو مو راوستی وو، دکما حالت کې وران وليده!

تلولی، شوم ...په نرس مې چيغه وکړه...هغې( نرس) د(حقه رضا دخدایﷻ) تسليت راکړ.

نور هم ورخطا شوم...ګران، درنده ساه ښکله په ژور ديد يې راته کتل...ښايي لاس يې زما دګريوان په طرف اوږداوه...مګر ناتوانه وو

اوس فکر کړم د کمکيو ماشومانو سپارښتنه يې کوله...الله عالم؟ حالت مې له زغمه ووت ...ستوني مې غريو واخيست...د روغتونمسجد ته د دعا په نيت وتښتيدم.

نفل مې لا تکميل کړی نه وه چه چاه يې دمرګ خبر راکړ.

منډه مې کړه، چه له روغتون نه يې ناڅاپی مړينې لامل وپوښتم!

مګر سپينږيري پلار يې په نه ويلو مانع شوو، ويويل:

د (ربﷻ رضا منم)نه غواړم په چاه عارض شم.

لنډه دا چه مړی خښ، غم يې دخواخوږو سر، وګرځاوه.

ماته يې ښار کې دپاته ژوند تيريدو او ماشومانو دتعليم هيله په ياديده!

له دعاپړۍ، وروسته يې درې پلا ميرمنې په ټلفون قسم راکړ تشويش کې شوم، ځکه پوښتنې يې داسې راته وبريښيدې لکه چه پهمړينه يط کوم شک لری!

دهغې پوښتنو زما ذهن هم تشويشی کړ

هره ګړۍ به مې له ځانه پوښتل (څنګه کيدلي شی يو ځوان دشکر له ناروغۍ په داسې حال کې مړ شی چه په خپلو پښو روغتون تهتللی وي)!؟

هغه هم د يونيم دوه ساعته زمان په تيريدو؟

ځکه خو موضوع کې نور هم جدی او کنجکاوه شوم څو يوه ورځ يې مور خوارکۍ هم له غرغريي کاکا، په شکايت خوله پرانستله:

د ګران مو: (کوم ماښام چه ګران، ښار ته په کډه راغلو زه او پلار يې هم ورسره وو)

دګران مور په همدمره ويلو لاس په تندی ونيو په زوره، زوره يې وژړل...د زړه له کومې ښيرايې بدرګه کړې.

د پاته نقل په دوام يې وويل: دخپل کور دروازې ته په دريدو مو وليدل چه بهر او ديننه يې قلف(قفلونه) ور اچولي.

زياته يې کړه(کله چه ګران خپل کورته دننوتلو هڅه وکړه غرغريي کاکا، بغارې پيل کړې...داسې زور واخيست چه تابه ويل آسمانراوغورځوی)ګاونډيانو ننداره کوله هغه ( غرغريي کاکا) ګران، ته دشکری، شکري په لقب داسې سپکې سپورې وکړې چه هغه ( ګران) يې زغم له لاسه ورکړ پړمخې پريوت.

له همدې سره يې نقل په دتمام کړ چه ګران، مې له شکرې، ناروغۍ نه، کاکا، له هيبته زړه واچاوه

برچسب: نویسنده: لیلا سامانی تاريخ: دوشنبه 5 دی 1401 ساعت: 20:08

صفحه بندی